اسلام آباد۔29دسمبر(اے پی پی) د ??رط??نوی هاؤس آف لارډز غړي لارډ قربان حسېن وئيلي دي چې د فلسطين ??و كشمير پېچلې شخړو د ملګرو ملتونو د قراردادونو په رڼا كښې فوري حل نړيوال امن لپاره ضروري دے ٬ په غزه كښې د روانې عامې وژنې او ظلم مثال په ټول انساني تاريخ كښې نه ترلاسه كيږي٬ نړيوالې ادارې دې فوري سيز فائر لپاره فعاله ګامونه پورته كړي۔ ده د اتوار په ورځ د تحریک انسټی ټیوټ آف پیس اېنډ ډېوېلپمنټ انسپاډ صدر او د كشمير د وزيراعظم د بشري حقونو پخواني سلاكار ډاکټر اېم طاہر تبسم په استوګنه د هغه په مشرۍ كښ?? ملاقات كوؤنكي پلاوي سره خبرو كښې وكړه۔ لارډ قربان حسین ووئيل د هند انتها خوښې حكومت نه يوازې په كشمير كښې په مسلمانانو زور او زياتې كوي بلكې د مسلمانانو ٬ سكھانو او ټولو اقليتونو په ضد د تور قانون ل??ندې په ظلم او زياتي كښې هم ككړ دے۔ ده ووئيل په ??رط??نيه كښې ژوند كوؤنكي پاكستاني ??و كشميري وګړي د خپل وس له مخې د كشمير مسئله په ډاګه كوي۔ ده ووئيل تمه ده چې ??رط??نوی حکومت به د كشمير مسئلې حل كولو له عملي كار وكړي۔ لارډ قربان د انسپاډ د ستائنې وړ هلې ځلې او ستړې ستائلو سره د كشمير مسئلې حوالې سره د ډاكټر طاهر تبسم د هڅو ستائنه وكړه۔ د انسپاډ صدر د لارډ قربان بشپړه هڅې او خذمات وستائل كوم چې هغه په هاؤس آف لارډز او سياسي ??ېد??ن كښې كوي۔ ده هيله ولرله چې هغه به سباؤن كښې هم لارښودنه او مشري روانه وساتي۔ لارډ قربان د انسپاډ لخوا د غرمې مېلمستيا كښې ګډون هم وكړو۔
متعلقہ مضامین
-
Dr Asim transfers UAE property to son
-
30 people faint in Shadbagh after eating ‘poisoned’ shawarma
-
Satire: Modi says Donald Trump, Lord Mountbatten thanked him for Balochistan
-
Dacoit killed, another injured in encounter with police
-
IGP Sindh calls for more security
-
نارتھ ایسٹ الیکٹرانک انٹرٹینمنٹ کی سرکاری ویب سائٹ
-
ایسم الیکٹرانک آفیشل گیم پلیٹ فارم ڈاؤن لوڈ
-
بی ایس پی کارڈ گیم آفیشل ویب سائٹ: مکمل تفصیل اور رہنمائی
-
ایم جی کارڈ گیم آفیشل ویب سائٹ: کھیلنے اور جیتنے کا بہترین پلیٹ فارم
-
یو جی اسپورٹس انٹرٹینمنٹ کی آفیشل ویب سائٹ مکمل رہنمائی
-
پی ٹی الیکٹرانک انٹرٹینمنٹ آفیشل اے پی پی کی خصوصیات اور فوائد
-
ڈریگن لیجنڈ آفیشل انٹرٹینمنٹ ویب سائٹ کی مکمل تفصیل